په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې اداره يا اوچا وايي، په روان ۲۰۲۱ زېږديز کال کې خپلو مېنو ته د هغو افغانانو بېرته ورتګ زيات شوی، چې په تېره موده کې د جګړې ترڅنګ د بېلابېلو عواملو پر بنسټ په کور دننه بې ځايه شوي وو.
دې ادارې پرون د دوشنبه ناوخته د (لېندۍ په ۲يمه) په خپل ټوېټر کې ويلي، روان کال د ۶۶۸زره کورني بې ځايه شوو افغانانو له ډلې ۱۶۹زره يې بېرته خپلو مېنو ته ورګرځېدلي دي.
د اوچا د مالوماتو له مخې، خپلو مېنو ته بېرته ګرځېدلي کسان له تېر ډسمبر را په دېخوا خپلو کور کلي ته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې دغه اداره دا هم وايي، ياد افغانان په داسې حال کې خپلو کليو ته ستنېږي چې کورنه او نورو جايدادونه يې د جګړې له امله ړنګ شوي او له همدې امله مرستو ته اړتيا لري.