Home » افغانستان » اوچا د زلزې له امله د پکتيکا وېجاړو شوو ځايونو په رغولو کې همکاري کوي

اوچا د زلزې له امله د پکتيکا وېجاړو شوو ځايونو په رغولو کې همکاري کوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې يا اوچا مسوولان وايي، په پکتيکا کې د وروستۍ زلزلې له امله زيانمنو شوو کورنيو ته به يې د مرستو رسول دوام ومومي.

دا څرګندونې په افغانستان کې د اوچا رئیس ایزابل موسارد کارلسن پرون يک‌شنبه د (چنګاښ په ۵مه) د کورنيو چارو وزارت له مسوولانو سره په ليدنه کې کړي دي. کورنيو چارو وزارت ويلي، په دې کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو او د وېجاړو شویو سیمو د بیارغونې اړوند هر اړخیز بحث وشو.

د نوموړي وزارت د خبرپاڼې له مخې، پکتيکا او خوست کې زلزله ځپلو کورنيو ته د مرستو رسولو او په دې برخه کې د راتلونکي لپاره د ژمنو له امله، کورنيو چارو وزارت مسوولانو د اوچا له همکاريو مننه کړې.

د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني له الجزيرې ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، چې په يادو ولايتونو کې د خلکو د ژغورلو هڅې پایته رسېدلي؛ خو په خبره يې، هغو کسانو ته د سرپنا پيدا کول چې د زلزلې له امله يې کورونه وران شوي، اوس هم يوه ننګونه ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...