د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ( اوچا ) وايي چې روژه داسې وخت راغله چې په افغانستان کې ډېرې کورنۍ د خوراک لپاره څه نه لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (یکشنبې، د کب ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې شاخوا ۱۵ میلیونه خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې دې ادارې خبرداری ورکړی چې له څه باندې یو میلیارد ډالره اړینې بودیجې څخه دوی یوازې نهه میلیونه او نهه لکه ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.