Home » افغانستان » اوچا: د بودیجې د کمښت له امله د بشري مرستو په بندېدو سره میلیونونه افغانان اړمن شوي

اوچا: د بودیجې د کمښت له امله د بشري مرستو په بندېدو سره میلیونونه افغانان اړمن شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره یې د نړیوالې ټولنې څخه د غوښتل شوې بودیجې یوازې ۲۲.۸ سلنه ترلاسه کړې چې دغه کمښت میلیونونو اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د بندیدو سبب شوی دی.

اوچا د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۱) په راپور کې ویلي چې د بودیجې کمښت له امله درې میلیونو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه او ۵.۲ میلیونو نورو ته د خوړو د مرستو د رسولو پروګرامونه بند شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي: “د بودیجې کمښت له وړاندې درې میلیونه افغانان د لومړنیو روغتیايي خدمتونو څخه محروم کړي، د پنځه کلنو څخه کم عمره ۱.۳ میلیونه ماشومانو او ۴۷۰ زره امیدواره او شیدې ورکوونکو میندو ته د تغذیې خدمتونونه بند شوي دي.”

اوچا ویلي چې د دغو مرستو د بندېدو له امله ۲۳۴ زره کسان، چې د هرات ولایت زرګونه زلزله ځپلي او د وروستیو سېلابو څخه زیانمن شوي کسان هم پکې شامل دي، د نس ناستې، کلورا او نورو ناروغیو پر وړاندې د درملنې او د اوږد مهاله سرپناه په برخه کې د مرستو د برابرولو لپاره د مالي سرچینو له نشتون سره مخ شوي دي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال لپاره په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونو اړمنو افغانانوته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د چمتو کولو غوښتنه کړې وه.

خو د دې ادارې په وینا چې نړیوالې ټولنې ورته تر اوسه ۶۹۶ میلیونه ډالره چې د ټولې غوښتل شوې بودیجې ۲۲.۸ فیصده کیږي برابر کړي دي.

اوچا همداراز ویلي چې اوسمهال د بشري مرستو د ځواب ویلو پروګرام په افغانستان کې په مجموعي ډول د ۲.۴۵ میلیاردو ډالرو کمښت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ۱۸۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه چې ۲.۱ میلیونو کسانو ته یې په دغو سیمو کې روغتیايي خدمتونه چمتو کول، تړل شوي دي.

اوچا ویلي چې پر دې سربېره ۶.۴ میلیونو اړو افغانانو ته د خوړو د برابرولو مرستې اوس ۱.۲ میلیونو کسانو ته برابریږي او له شاوخوا ۵.۳ میلیونو کسانو سره دا مرستې بندې شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...