د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ کوونکې ادارې يا اوچا په خپل کلني راپور کې ويلي، چې تېر کال په افغانستان کې د بشري مرستو ډېر برخه پر دخلي بې ځايه شويو کورنيو وېشلي دي.
دې ادارې زياته کړې چې په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جکړې له امله نږدې ۷لکه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوي.
اوچا په خپل راپور کې زياته کړې چې يادې کورنۍ د بېوزلۍ له امله بېرته خپلو مېنو ته نه دي ستنې شوي. دې ادارې له پاکستان او ايران څخه د يو شمېر افغان کډوالو بېرته راستنېدو ته هم اشاره کړې ده.
په راپور کې زياته شوې، چې په تېر زېږديز کال کې ۱.۲۷ ميليونه افغان کډوال له ايران او پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ستانه شوي دي.