Home » افغانستان » اوچا: افغانستان کې یې له څه باندې ۱۳ميليونه وګړو سره مرسته کړې

اوچا: افغانستان کې یې له څه باندې ۱۳ميليونه وګړو سره مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مرستندویه ادارو له لوري د ۱۳،۴ ميلیونه افغانانو سره بشري مرسته کړې ده.

اوچا(سه شنبې، د تلې۲۴مه)په خپله اېکس پاڼه کې ویلي چې د جنوري نه تر جولای میاشتې پورې ۲،۲ میليون کسانو لږ تر لږه درې ډوله سکټوري ملاتړ ترلاسه کړی دی.

یادې ادارې زیاته کړې، چې اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۲۳،۷ ميلیونه کسان د خوړو، روغتیا او روزنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې مرستو ته جدي اړتیا لري.

اوچا زیاتوي چې د غوښتل شوې ۳،۰۶ ميلیارد ډالرو څخه تر دې دمه یوازې څه باندې ۷۳۵ ملیونه ډالر ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې افغانستان کې له بودیجوي کمښت سره مخ دي او په دې برخه کې یې له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې وه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...