د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یو راپور کې ویلي، چې د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې د افغانستان ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا زیاتوي، په روان ۲۰۲۴ کال افغانستان د بشري مرستو لپاره ۳.۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، چې د راپور له مخې، تر دې دمه یې یوازې ۱.۱۵ میلیارده ډالره بودیجه ترلاسه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وایي، د خوړو نه خوندیتوب او خوارځواکۍ لوړه کچه، طبیعي پېښې، اقلیمي بدلونونه، او پر بشري مرستو محدودیتونه د افغانستان د خلکو ژوند ستونزمن کړی او لا هم پرې د څلوېښت کلنې جګړې اغېزې ښکاري.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه په زرګونو ګډوال هېواد ته راستانه شوي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د اوچا د راپور پر بنسټ تر دې دمه له ایران او پاکستان څخه شاوخوا یو میلیون افغانان راستانه شوي دي.