امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د درې ورځو په تېرېدو لا هم په امریکايي نظامي بېړۍ کې اورلګېدنه روانه ده او دودونه ترې پورته کېږي.
امریکايي چارواکو همدا راز ویلي چې اورلګېدنه په فعال وضعیت کې ده او تر اوسه هېڅوک هم د بېړۍ منځ ته نه دي ورغلي، بلکې له بیرون څنګونو او پاسه هڅه کېږي ترڅو د اورلګېدنې د پراختیا مخه ونیول شي.
د دوی په خبره، تر پنځه سوه پورې کسان د اوروژنې په ټيمونو کې ددغه اور د کنټرول لپاره هڅه کوي. همدا راز تر لسو پورې الوتکې په دوره يي توګه له پاسه ګزمې کوي او هڅه کوي اور کنټرول کړي.
راپورونه وایي د دې تر څنګ لسګونه وړې کښتۍ هم پر بېړۍ راچاپېرې دي او د اوبو په پاشلو د اور د پرمختګ مخه نیسي.
امریکايي چارواکو خبر ورکړی چې ښایي ددغه اورلګېدنې زیانونه میلیونونه ډالره وي او که اور کنټرول نشي؛ د براخېدو او زیانونو د ډیرېدو احتمال هم نشي ردولی.
دا بېړۍ د بانهام ریچرډ په نامه شهرت لري چې د کلیفورنیا سن ډیاګو ښار اوبو کې د پوځي اډې د رغونې دوراني چارو ته تللې وه چې د یکشنبې په سهار یې اور واخیست او لاهم یاده اورلګېدنه دوام لري.