Home » افغانستان » اوس مهال ۱۵ قلمه درمل په هېواد دننه تولیدېږي

اوس مهال ۱۵ قلمه درمل په هېواد دننه تولیدېږي

د خوړو او درملو ملي اداره وايي، اوس مهال شاوخوا ۱۵ قلمه درمل په هېواد کې د افغاني کمپنیو له لوري تولیدېږي.

په دې وروستیو کې سرپرست حکومت کابینې د خوړو او درملو ملي ادارې ته دنده سپارلې چې هېواد ته د غیر معیاري، بې کیفیته او قاچاقي درملو د راوړلو مخنیوي په موخه یوه ځانګړې طرحه جوړه او ریاست الوزرا ته یې وړاندې کړي.

د خوړو او درملو ملي اداره وايي، که څه هم د سرپرست حکومت له واکمنۍ له پيل راهیسې د هېواد بازارونو ته د درملو د ناقانونه راواردولو مخنیوی شوی، خو اوس هڅه کوي چې د درملو په برخه کې د کورنیو تولیداتو دکچې لوړولو سره مرسته وکړي.

د خوړو او درملو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا ۱۵ قلمه هغه درمل چې د کورنیو شرکتونو لخوا تولید او بازار ته وړاندې کېږي له هېواده بهر د ورته درملو پر وارداتو کلک بندیز لګول شوی دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...