د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپټان انضمامالحق هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د زړه حمله پرې راغلې او له همدې ناروغۍ سخت ځورېږي.
نوموړي په يوه وېډيويي پيغام کې ويلي، يوازې د معدې درد يې وخت ناوخت ځوروي او له همدې امله پرون سېشنبه د (تلې په ۶مه) د طبي معايناتو په موخه روغتون ته تللی و.
انظمامالحق له دې کبله له خلکو مننه کړې چې خواخوږي يې ورسره کړې او د روغتيا لپاره دوعا يې ورته کړې ده.
روغتون ته د انضمامالحق د تګ راپورونو له خپرېدو سره داسې اوازې خورې شوې چې ګواکې پر نوموړي د زړه حمله راغلې او روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
انضمامالحق د ۲۰۱۵ زېږديز کال په اکټوبر کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روزونکې په توګه هم ټاکل شوی و چې يو کال وروسته يې بيا له دندې استعفا وکړه.