د اسلامي امارت د رهبرۍ غړی انس حقاني وايي، په افغانستان کې له ۴ لسيزو را په دېخوا جګړه د دې لامل شوي چې خلک له زدهکړو لرې پاتې او له لوږې سره مخ شي.
نوموړي دا څرګندونې نن سېشنبه د (غبرګولي په ۱۷مه) په افغانستان کې د پوهنې، لوړو زدهکړو او فقر د وضعيت ارزونې په تړاو جوړې شوې غونډې ته وکړې. نوموړي که څه هم بېوزلۍ او لوږې زياتېدو يو شمېر عوامل ياد کړل؛ خو زياته يې کړه چې جګړه د افغانانو د محروميت عمده لامل دی.
د انس حقاني په باور جګړه که هر څومره هم سپيڅلې وي هم، د خلکو د زدهکړو بهير او اقتصادي وضعيت په مستقيمه توګه زيانمنيوي. نوموړی وايي، د مسووليت په توګه بايد حکومت خلکو ته د زدهکړو پراخه زمينه برابره کړي.
حقاني زياتوي چې په باسوده ټولنو کې بدبختي او لوږه ځای نه لري؛ خو برعکس د افغانستان په څېر د جګړې له امله له سواد په محرومه ټولنه کې دا هر څه امکان لري.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د لوږې ختمولو په موخه دې بهرنيو چارو وزارت د وچکالي له ځپلو هېوادونو سره مرسته کوونکي نړيوال صندوق سره د مرستې ترلاسه کولو په موخه د خبرو ترڅنګ، له بهرنيو هېوادونو سره چې بشري قووې ته اړتيا لري سالم بحث وشي او دغه راز دې قوانين داسې ترتيب شي، چې بهرنۍ پانګونې ته په کې اسانتياوې په پام کې نيول شوي وي.