Home » سیمه او نړی » اندونيزيا کې له پياوړې زلزلې وروسته د سونامي راپورته کېدو خبرداری ورکړل شوی

اندونيزيا کې له پياوړې زلزلې وروسته د سونامي راپورته کېدو خبرداری ورکړل شوی

د اندونيزيا سوېلي برخې نن سه‌شنبه د (لېندۍ په ۲۳مه) سهار مهال پياوړې زلزلې ولړزولې. د امريکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د يادې زلزلې شدت ۷.۳ درجې ښودلی دی.

دې ادارې په فلورس سمندرګي کې ۱۸.۵ کيلومټرۍ په ژوروالی د يادې زلزلې مرکز ياد کړی دی. د زلزلې پياوړتيا له امله يې اغېزې د ۷۶ کيلومټرو په اندازه د ځمکې په لاندينۍ سطحه کې احساس شوي.

د يادې زلزلې له امله په ارام اقيانوس کې د سونامي راپورته کېدو احتمال په اړه خبرداری ورکړل شوی او يا سمندرګي نږدې سيمو کې خلکو د خپلو کورونو پرېښودل پيل کړي دي.

که څه هم د يادې زلزلې پرمهال د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی، خو ځمک‌پېژندنې ادارو خبر ورکړی چې احتمالي سونامي ښايي خطرناکه وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...