Home » سیمه او نړی » اندونيزيا کې د شديدې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۱۶۰ واوښت

اندونيزيا کې د شديدې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۱۶۰ واوښت

د اندونيزيا په لوېديځ کې پروت د دې هېواد جاوا ولايت پرون دوشنبه ناوخته د (لړم په ۳۰مه) د ريښتر په کچه ۵.۶ درجې ولړزوه.

د بهرنيو رسنيو له لوري په دې اړه خپرو شوو راپورونو کې ويل شوي، چې د يادې زلزلې ډېر زيان د سيانجون په ښارګوټې کې مېشتو خلکو ته اوښتی دی.

اسوشيېټيډ پرېس خبري اژانس په دې اړه خپل راپور کې د جاوا د والي رضوان کامل په حواله ويلي، چې د يادې زلزلې له امله د مړو شوو کسانو شمېر له ۱۶۰ کسانو اوښتی دی.

نوموړي زياته کړې، چې په مړو شوو کسانو کې تر ډېری هغه يې د ښوونځيو زده‌کوونکي دي. د اسوشيېټيد پرېس په راپور کې زياته شوې، چې دامهال په د جاوا ښار روغتونونه له ټپيانو ډک دي او د دې احتمال شته، چې د مړو شمېر له دې هم پورته شي.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د يادې زلزلې په ترڅ کې د اوښتې مرګ ژوبلې له امله د اندونيزيا له دولت او خلکو سره خواخوږي ښودلې او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې خپل مراتب د اندونيزيا دولت ته وړاندې کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...