Home » افغانستان » اندرابي پولیسو ته:پر مجرمینو او غلو رحم مه کوئ،ویې ولئ
رویداد خبري آژانس

اندرابي پولیسو ته:پر مجرمینو او غلو رحم مه کوئ،ویې ولئ

دافغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي پولیسو ته پر مجرمینو او غلو د ډز کولو اجازه ورکړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، اندرابي تېره شپه د کابل ښار له حوزو څخه د لیدنې پر مهال ویلي د کابل ښار وضعیت باید تغیر وکړي او د همدې لپاره باید پر مجرمینو او غلو هیڅ رحم ونه شي.

نوموړي پولیسو ته خطاب کې ویلي، مجرمین نباید د کابل په هره برخه کې ازاد تګ راتګ وکړي، کله چې مو ولیدل ویې ولئ.

اندرابي دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې کابل ښار کې وسله والو غلاوو او هدفي وژنو کابل ښاریان تر پوزې راوستي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...