د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوټريش يو ځل بيا هه افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، دغه هېواد په نړۍ کې له لوی او سخت بشري ناورين سره مخ کېدونکی دی.
نوموړي نن سېشنبه د (لړم په ۴مه۹) په خپل ټوېټر کې لېکلي، ملګري ملتونه هڅه کوي چې د ژمي په را رسېدو او له ياد ناورين سره د مبارزې په موخه افغانانو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي.
ګوټريش دغه راز د نړۍ له هېوادونو هم غوښتي چې په افغانستان کې د بشري ناورين له امله د فاجعې مخنيوي په موخه مالي مرستې او خپلې هڅې زياتې کړي.
پرون دوشنبه د خوړو نړيوال سازمان يا WFP اجرائيه رئيس ډيوېډ بيسلي هم ويلي، چې په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت او د ژمي يخنۍ په را رسېدو سره داسې اټکل کېږي چې دغلته به لږ تر لږ ۲۲ ميليونه خلک د لوږې او خوړو له قحطۍ سره مخ شي.
نوموړي په يوه اعلاميه کې ويلي، که سر له اوسه په بېړني ډول له افغانانو سره د مرستې لپاره اقدام ونه شي نو ښايي د ژمي په رارسېدو سره دا چاره پر يوې فاجعې بدله شي.
بيسلي ټينګار کړی چې خوړو نړيوال سازمان به افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو کې له ممکنه لارو چارو کار واخلي. د نوموړي په خبره د دې احتمال شته چې په ژمي کې د بشري ناورين ډېرېدو له امله افغانان دوه غوراوي چې يو يې کډوالي او دويم هغه يې لوږې ته پاتې کېدل دي، ولري.