د امریکا متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي که ایران اټومي هوکړې ته راستون هم شي بندیزونه به پر خپل ځای وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ددغه هېواد کانګریس ته ویلي چې له ایران سره د اټومي هوکړې په حل کې جدي دي او په پوره چټکۍ هڅه کوي دغه هېواد له خپلو فعالیتونو را وګرځوي.
بلېنکن په وینا که په یوه بل کال کې له ایران سره اټومي هوکړه حل نه شي نو په سیمه کې به سترې ناندرۍ رامنځ ته شي.
نوموړي ویلي که ایران اټومي هوکړې ته را وګرځي خو بیا به هم بندیزونه دوام کوي.
هغه په خبره دا بندیزونه تر هغه دوام کوي چې ایران په سیمه کې خپل چلند بدل کړی نه وي.
انتوني بلېنکن وایي په دې بندیزونو کې به ډېری هغه وي چې د ټرمپ ادارې پر ایران وضع کړي وو.