Home » افغانستان » انتوني بلینکن:طالبان په غوره کړې لار خپلو موخو ته نه شي رسېدلی
رویداد خبري آژانس
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

انتوني بلینکن:طالبان په غوره کړې لار خپلو موخو ته نه شي رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي وسله وال طالبان په غوره کړې لار خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي وسله وال طالبان ددې غوښتونکي دي چې د مشرانو نومونه یې له تور لېست و ایستل شي، ازادانه سفرونه وکړي او په نړیواله کچه وپېژندل شي، خو که دوی همداسې تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي او جګړې یې تګلاره وي نو خپلو هیلو ته به و نه رسېږي.

دده په خبره د طالبانو له لوري اوسنی روان تاوتریخوالی په هېڅ صورت د منلو نه دی او دغه ډلې ته په کار ده چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې خبرې پیل کړي.

هغه همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د زور حکومت امریکا او ددوی ملګرو ته د منلو نه دی نو ځکه طالبانو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او سیاسي حل باندې تمرکز وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...