د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي د جولای میاشتې له وروستیو ورځو تر دې دمه یې له افغانستان شاوخوا ۳۰ زره کسان ایستلي دي.
انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي د نړۍ شل هېوادونه له افغانستان د ایستل کېدونکو کسانو د لېږد په پروسه کې ورسره همکاري کوي.
هغه همدا راز ویلي چې په افغانستان کې یې له مېشتو امریکايي وګړو او هغو کسانو سره اړیکه نیولې چې له افغانستان د ایستلو لپاره یې ددوی اړین شرایط پوره کړي دي.
بلینکن وایي دوی ته ویل شوي چې په ټاکلي وخت په ټاکلي ځای کې حضور ولري او په منظمه توګه به یې د ایستلو پروسه روانه وي.
هغه وایي چې د نړۍ په څلورو لویو وچو کې شاوخوا ۲۰ هېوادونه دې ته تیار شوي چې ایستل کېدونکو کورنیو ته په موقته توګه ځای ورکړي.