Home » افغانستان » انتوني بلینکن:افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي
رویداد خبري آژانس
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر،انتوني بلینکن

انتوني بلینکن:افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي.

انتوني بلینکن پرون یکشنبې په ورځ (د وري ۸ مه نېټه) له رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې دوی له سیاسي لارو د افغان جګړې د ختمولو په لټه کې دي.

د بلینکن په وینا دغه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ناټو له متحدینو سره به یو ځای له افغانستان خپل سرتېري وباسي.

د نوموړي په وینا امریکا او ناټو یو ځای افغانستان ته تللې وو او یو ځای به په مناسبو شرایطو کې له دغه هېواد وځي.

بلینکن بیا هم په دې اړه څه نه دي ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې به خپل سرتېري له افغانستان وباسي کنه، خو زیاتوي چې دا صلاحیت لا هم له ولسمشر بايډن سره دی او هغه به په دې اړه پرېکړه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...