Home » افغانستان » اميرخان متقي د انتاليې ډيپلوماسۍ په غونډه کې د ګډون لپاره ترکيې ته روان شو

اميرخان متقي د انتاليې ډيپلوماسۍ په غونډه کې د ګډون لپاره ترکيې ته روان شو

د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست اميرخان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ، نن چهارشنبه د (کب په ۱۸مه) ترکيې ته روان شوی.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي ويلي، دغه سفر د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو په بلنه ترسره کېږي او په ترڅ کې به يې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په ترکيې کې د انتاليې ډيپلوماسۍ دايېرېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې دغه غونډه د روانې مارچ په ۱۱مه پيل او د همدې مياشتې تر ۱۳مې پورې به دوام وکړي.

بلخي زياته کړې چې د انتاليې په غونډه کې پر ګډون سربېره به د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي د ګڼو هېوادونو له استازو سره هم وګوري او د افغانستان پر اوسني وضعيت به ورسره خبرې وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...