Home » افغانستان » متقي: تمه ده چې له اسلامي نړۍ سره به د متقابلو همکاريو زمينه برابره شي

متقي: تمه ده چې له اسلامي نړۍ سره به د متقابلو همکاريو زمينه برابره شي

بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست اميرخان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ نن اسلام‌اباد ته روان شو.

د دغه وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر کې لېکلي، متقي به د افغانستان په استازولۍ په اسلام‌اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

اسلام‌اباد ته تګ پرمهال اميرخان متقي خبريالانو ته وويل، تمه لري چې له اسلامي نړۍ سره به د متقابلو همکاريو چينل رامنځته شي. نوموړي دغه راز زياته کړې چې په ياده غونډه کې ټولو ګډونوالو هېوادونو ته يو وار بيا ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوربه د هېچا پر ضد ونه کارول شي.

ټاکل شوې سبا د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غړي هېوادونه غونډه جوړه شي او په دې غونډه کې به د افغانستان پر بشري وضعيت خبرې وشي.

له دې وړاندې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي و، دا غونډه د افغانستان بشري وضعيت په سمولو کې خورا مؤثره ده چې په خبره يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي او دغه راز د نړيوالو مالي سازمانونو استازي هم وربللي شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...