Home » افغانستان » امنیت شورا: لغمان کې د وروستیو جګړو له کبله ۲زره کورنۍ بېځایه شوي
رویداد خبري آژانس

امنیت شورا: لغمان کې د وروستیو جګړو له کبله ۲زره کورنۍ بېځایه شوي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، په لغمان ولایت کې د وروستیو جګړو له کبله دوه زره کورنۍ بېځایه شوي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ نن سې شنبه (غبرګولې څلورمه) رسنیو ته په خبرو کې ویلي: “د لغمان په جګړه کې دوزره کورنۍ بیځایه شوي دي.تاسې له طالبانو پوښتنه وکړئ چې اسلامي نظام چېرته او پر چا پلی کوي؟د دوی له ورتګ سره خو په سیمه کې بنسټونه چور شي او د سیمي خلک تېښتي ته اړ شي.”

ویل کیږي چې د جګړو له کبله بېځایه شوي کورنۍ د لغمان مرکز مهترلام ښار کې ځای پر ځای شوي دي.

وسله والو طالبانو دوې شپې مخکې د لغمان ولایت د علیشنګ او الینګار ولسوالیو ترڅنګ ښار څېرمه پراخ بریدونه وکړل چې له امله یې خلک له خپلو سیمو ووتل.

افغان چارواکي وايي، لغمان ښار ته څېرمه سیمو کې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي او زیاتوي چې په ولسوالیو کې تصفیوي عملیات پيل کړي دي.

روانه اونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر هم وویل چې د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په دغه هیواد کې ۱۰۰زره کسان د جګړو له امله خپلې سیمې پریښي دي.

یادې ادارې ویلي و چې دغه کسان له خپلو سیمو څخه تر وتلو وروسته د هیواد په ځینو نورو سیمو کې خواره شوي دي.عکس: ارشیف

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...