Home » افغانستان » امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې

امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې

د ملګرو ملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې. دغه غونډه وروسته له هغه د جاپان او متحده عربي اماراتو په غوښتنه راوبلل شوه، چې ملګرو ملتونو وویل، په افغانستان کې د دې سازمان په اړوندو ادارو کې د ښځو د فعالیت مخنیوی شوی.

تر اوسه لاد دغې غونډې جزییات او پایلې نه دې راوتلي، خو مخکې ویل شوي و، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د بشري حقونو ځانګړی رپورټر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما مشره روزه اوتنبایوا به غونډه کې خبرې کوي.

له دې مخکې وړمه ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما په یوه ټویټر پیغام کې وویل، په ننګرهار ولایت کې د دوی په دفتر کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه نیول شوې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...