Home » افغانستان » امنیت شورا: ا.ا باید پرښځو او نجونو د محدویت په اړه تجدید نظر وکړي

امنیت شورا: ا.ا باید پرښځو او نجونو د محدویت په اړه تجدید نظر وکړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوولس غړو د یوې کډې اعلامیې په خپرولو سره له ا.ا غوښتي چې د ښځو او نجونو د زده کړې او کار په اړه د وضع شویو محدویتونو په اړه د تجدید نظر وکړي.

دا اعلامیه چې په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازي، یامازاکي کازویوکي لخوا په یوه خبري غونډه کې وړاندې شوه، پکې راغلي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او د بیان ازادۍ، د یو خپلواکه باثباته او سوله‌ییز افغانستان له اړتیاوو څخه دي.

دغو دوولسو هېوادونو څخه متحده ایالات، بریټانیا، جاپان، فرانسې او سوئیس ټینګار کړی، چې افغانستان د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ته ژمن دی او د بشري حقونو په یو شمېر معاهېدو په ځانکړې توګه په کنوانسیون کې د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړل غړیتوب لري او باید به دې ژمنو عمل وشي.

ا.ا لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې په افغانستان کې به ټول قوانین د اسلامي شریعت سره سم نافذ او ترسره کېږي او په دې هېواد کې به د ښځو او نجونو حقونه د همدې قانون پراساس تامینيږي.

د ا.ا چارواکو تل ټینګار کړی چې د مناسب چاپیریال په رامنځته کېدو سره به ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړل شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...