د کابل ښار ۱۸مې امنيتي حوزې اړوند دشت برچي سيمه نن سېشنبه له غرمې وړاندې (برېځر) شاوخوا ۱۰ بجې د (وري په ۳۰مه) يو پر بل پسې د درېيو چاودنه شاهده وه.
لومړۍ چاودنه په سيمه کې يوه ښوونيز مرکز ته څېرمه او تر لږ ځنډ وروسته بيا دوې چاودنې په همدې سيمه کې د عبدالرحيم شهيد لېسې مخې ته وشوې.
عيني شاهدانو ويلي، د ښوونځي مخې ته چاودنې داسې مهال وشوې چې زدهکوونکي له نوموړي ښوونځي څخه د وتلو په حال کې وو او ګڼه ګوڼه يې زياته وه.
د کابل امنيه قومنداني هم د درېواړو چاودنو په تائيدولو سره وايي، چې د يادو پېښو ټول قربانيان ملکي وګړي دي. د امنيه قومندانۍ د مالوماتو له مخې، په چاودنو کې ۶تنه شهيدان شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
د چارواکو په خبره، د يادې پېښې عاملانو د نيولو په موخه هڅې دوام لري. د کابل په سوېل کې تر ډېره اهل تشيع مېشت دي او دغلته د اکثره ورته بريدونو قربانيان هم همدوی دي.
که څه هم کومې ډلې د نننيو چاودنو مسووليت نه دی منلی؛ خو د کابل په دې برخه کې پر ملکي وګړو د تېرو ترسره شويو اکثره بريدونو مسووليت داعش ډلې په غاړه اخيستی.