Home » افغانستان » امنيتي چارواکي: ننګرهار کې د داعش ډلې یو غړی وژل شوی او یو بل نیول شوی

امنيتي چارواکي: ننګرهار کې د داعش ډلې یو غړی وژل شوی او یو بل نیول شوی

امنتي مسولین وايي د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش ډلې یو تن غړی وژل شوی دی او بل یې ژوندی نیول شوی دی.

د ننګرهار ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ۰۲ قطعې وویل چې دوی د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ سره قلعه سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د داعش ډلې یو غړی د مقاومت په جریان کې وژلی او یو بل غړی یې نصرت الله مشهور په سعد سرحدي چې په مخفي شکل به یې دولتي کسان په نښه کول ژوندی نیولی دی.

د ملي امنیت چارواکو زیاته کړه ۴ تنه نور د یادې ډلې سره د اړیکو درلودلو په تور د سیمې څخه لېږدول شوي دي.

دغه امنتي چارواکي وویل چې په سیمه کې د عملیاتو پر مهال یو میل کلاشینکوف سره د څلور شاجورو، څلور تفنګچې سره د شپږ شاجورو او مهمات هم ترلاسه کړي چې په سیمه کې لمنځه وړل شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...