Home » افغانستان » امنيتي ځواکونو په کابل کې د داعش پر پټنځي عمليات کړي

امنيتي ځواکونو په کابل کې د داعش پر پټنځي عمليات کړي

چارواکو خبر ورکړی، چې امنيتي ځواکونو بېګاه شپه د (تلې په ۲۹مه) کابل کې د داعش ډلې پر يوه پټنځي ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.

د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې دغه عمليات د ښار اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.

د عملياتو پرمهال په سيمه کې ځايي اوسېدونکو د ډزو او چاودنو غږونه هم اورېدلي دي؛ خو حکومت تر اوسه په دې اړه نور جزيات نه دي خپاره کړي.

له دې سره امنيتي مسوولانو او نور حکومتي چارواکو په يادو عملياتو کې داعش وسله‌والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...