Home » افغانستان » امریکا یو ځل بیا له افغان حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی
رویداد خبري آژانس

امریکا یو ځل بیا له افغان حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی

د امریکا متحدو ایالاتونو یو ځل بیا له افغان حکومت سره د همکارۍ او تېرو لاس ته راوړنو د ساتلو ژمنه کړې ده.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن پرون د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه نېټه) د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او خپلې اړیکې به لا پیاوړې کوي.

د راس ویلسن په وینا اجازه نه ورکوي چې تېرې شل کلنې لاس ته راوړنې له خطر سره مخ شي.

حنیف اتمر بیا ویلي چې افغانان سولې ته اړتیا لري او امریکا ته په کار ده چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

دده په وینا امریکا باید د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره لا ډېره هڅه وکړي او نړیوال دې ته تیار کړي چې په افغانستان کې له دایمي سولې سره رښتینې همکاري وکړي

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...