Home » افغانستان » امریکا یو ځل بیا افغان حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی
رویداد خبري آژانس

امریکا یو ځل بیا افغان حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی

د سپینې ماڼۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر بایډن د ملي امنیت سلاکار له خپل افغان سیال حمد الله محب سره د هېواد پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

اعلامیه کې راغلي دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې پر روان بهیر بحثونه لرلي دي.

جک سلیوان ویلي دوی په افغانستان کې د یوې سیاسي هوکړې له لارې د روانې جګړې د ختمېدو ملاتړي دي.

دده په خبره امریکا د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم د افغانانو او افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکوي.

سلیوان زیاتوي چې امریکا د سولې لپاره هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي او له افغانانو سره به یې مرستې هم دوام کوي.

د افغان حکومت له لوري هم په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا له افغانستان سره په انکشافي برخه کې د مرستو ډاډ ورکړی دی او ټینګار یې کړی چې پر خپلو کړو ژمنو به عمل کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...