د امریکا د عدلیې وزارت (جمعه، د وږي ۱۶مه) اعلان کړی چې په کاناډا کې یو پاکستانی د نیویارک ښار پر یهودانو د برید پلانولو په تور نیول شوی دی.
د امریکا غږ د راپور له مخې، یاد وزارت ویلي چې ۲۰ کلن محمد شاهزیب خان چې په شاهزیب جادون مشهور دی چهارشنبې د یاد تور له امله په کاناډا کې ونیول شو.
د متحده ایالاتو لوی څارنوال، میریک گارلنډ ویلي دي: “ادعا کېږي چې تورن کس د اکټوبر په اوومه په نیویارک ښار کې د ریات شکېر یهودانو د وژلو لپاره د (اسلامي دولت) تر نامه لاندې یو ترهګریز برید پلان کړی و.»
خان د کاناډایي پولیسو لخوا امریکا پولې ته په ۱۹ کیلو مترۍ کې نږدې په اورمزتون ښار نیول شوی دی.
خان د یو بهرني ترهګریز سازمان د مالي ملاتړ او سرچینو د تامین د هڅو په تورن نیول شوی، ښايي د جرم له اثبات وروسته په ۲۰ کاله زندان محکوم شي.