د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون وايي په امریکا متحده ایالاتونو کې د ۱۱ میلیونو ډیر کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.
د امریکا روغتیايي چارواکي وايي چې په دې هېواد کې کرونا ویروس په چټکۍ سره خپریږي چې په تیرو ۸ ورځو کې ۱ میلیون څخه ډېر کسان په ویروس اخته شوي دي.
راپورونه وايي په امریکا کې ۱۱ ورځې په پرله پسې توګه د ۱۰۰ زرو نه زیات کسان په یوه ورځ د کرونا په ویروس اخته کیږي.
د راپورونو پر بنسټ د ټولو نه زیات کسان د امریکا د کلیفورنیا او ټکساز په ایالاتونو کې پر کرونا وبا اخته شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې کرونا وبا د نړۍ په ۱۹۶ هیوادونو او سیمو کې د ۵۴ میلیونو نه ډیر کسان نیولي او ۱.۳۱ ملیونه نور یې مړه کړي دي.