Home » سیمه او نړی » امریکا کې په کووېډ-۱۹ د مړه شویو کسانو شمېر پنځو لکو ته ورسېد
رویداد خبري آژانس

امریکا کې په کووېډ-۱۹ د مړه شویو کسانو شمېر پنځو لکو ته ورسېد

په امریکا کې په ‘کووېډ-۱۹’ ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر نږدې پنځو لکو ته رسېدلی.

دا په داسې حال کې ده چې دغلته د دغې وبا پر ضد د واکسین چارې چټکې شوي او د مثبتو پېښو شمېر هم په کمې کچه دوام کړی دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر پرون ناوخته امریکا کې په ‘کووېډ-۱۹’ د ټولو مړه شویو شمېر ۴۹۸،۸۸۰ ته رسېدلی دی.

په نړیواله کچه پر دې ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر دوه نیم ملیونو ته رسېدلی او باور دا دی چې واقعي شمېر ممکن له دې هم ډېر لوړ وي.

داسې ښکاري چې امریکا د کووېډ-۱۹ له درېیمې څپې راوتلې او دغلته له تېرو څو اوونیو راهیسې مثبتې پېښې، د ناروغانو بستري کېدل او مړینه د ژمي د لوړې کچې پېښو پرتله د پام وړ کمې شوې دي.

له دې کموالي او د واکسین له تطبیقېدو سره سره روغتیایي چارواکي وایي، تر اوسه د وبا پای ته اوږده لاره پاته ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...