Home » سیمه او نړی » امریکا کې په وسله والو بریدونو کې ۲۹ کسان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

امریکا کې په وسله والو بریدونو کې ۲۹ کسان وژل شوي

د امریکا د وسله وال تاوتریخوالي ثبت مرکز د معلوماتو له مخې، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد په بیلابیلو ایالتونو کې د وسله والو بریدونو پر مهال ټولټال ۷۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د یادې ادارې په خبره، د یادو بریدونو پر مهال ۲۹ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.

 د دغې ادارې په راپور کې راغلي چې په امریکا کې د پولیسو له لوري د تورپوستي جورج فلویډ تر وژل کېدو وروسته وسله وال تاوتریخوالي زور اخیستی دی او تر اوسه پکې سلګونه کسان وژل شوي دي.

 یاده اداره وایي چې دغه بریدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکا په الاباما، کنتاکی، ایندیناپولیس او میشیګان کې شوي دي.

 په ورته وخت کې ان بي سي نیوز په امریکا کې د وسله وال تاوتریخوالي د لا ډېرېدو راپورونه هم ورکړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...