یو افغان وګړی د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې په ډزو وژل شوی دی.
د واشنګتن ډي سي پولیسو پرون تایید کړه چې د نصرت احمدیار په نوم دغه افغان دوشنبه په نیمه شپه د واشنګتن په شمال ختیځه څنډه کې په ډزو ویشتل شوی او ځای په ځای یې ساه ورکړې.
د واشنګټن ډي سي پولیسو د هغو معلوماتو په بدل کې ۲۵ زره ډالر انعام ټاکلی چې د نصرت د وژنې د عامل یا د مرتکبینو د نیولو لامل شي.
په امریکا کې ځینو مېشتو افغانانو د نصرت احمد یار له کورنۍ سره د مرستې لپاره یو پروګرام هم جوړ کړی چې تر دې دمه ورته څه باندې ۱۶زره ډالر ټول شوي.
د راپورونو له مخې نصرت احمدیار په افغانستان له امریکايي پوځیانو سره د ژباړونکي په توګه دنده هم ترسره کړې، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې امریکا ته کډه شوی و.
له ۳۱ کلن نصرت څخه څلور ماشومان پاتې دي، چې عمرونه یې له ۱۵ میاشتو څخه تر ۱۳ کالونو پورې دي.