د وروستیو راپورونو له مخې په امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د وروستیو میاشتو په پرتله په بې مخینې توګه د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی دی.
د جان هاپکینز پوهنتون د معلوماتو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په امریکا کې سل زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي په داسې حال کې چې وروستیو اونیو کې دا شمېره یوازې ۱۱ زره کسانو ته رسېده.
د امریکا حکومت ویلي تر هغه چې ټول وګړي د کرونا واکسین و نه کړي ددې ویروس مثبتې پېښې په مخ په ډېرېدو وي.
دمګړی د امریکا شاوخوا اویا سلنه وګړو د کرونا ضد واکسین کړي دي. تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې به مثبتو پېښو کې واکسین کړي کسان هم شامل دي او کنه.