Home » سیمه او نړی » امریکا کې د کابل د هوایي ډګر د ځانمرګي برید د طراح لومړنۍ محکمه دایره شوه

امریکا کې د کابل د هوایي ډګر د ځانمرګي برید د طراح لومړنۍ محکمه دایره شوه

د داعش ډلې د هغه غړي چې د کابل د ۲۰۲۱ کال کې د هوايي ډګر مخې ته په ځانمرګي‌ برید کې رول درلود (چهارشنبې، د کب۱۵مه) د متحدو ایالتونو په ویرجینیا ایالت کې یې لومړنۍ محکمه دایره شوه.

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت ویلي‌، چې شریف الله د کابل د برید ترڅنګ د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د مسکو او په ځینو نورو ترهګریزو بریدونو کې یې هم خپل لاس لرل تایید کړي دي.

نوموړي ویلي‌ چې هغه ته دنده سپارل شوې وه، چې تر برید مخکې د کابل سړکونه وګوري او بیا یې د تیلیفون له لارې داعش ډلې ته معلومات ورکړي وو چې بیا بریدګر راغی او برید یې وکړ.

دا ځانمرګی برید د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ نېټه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د تخلیې د ماموریت پر مهال د کابل د هوایي ډګر مخې ته وشو، په برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او د ټرمپ په وینا لږ ترلږه ۴۲نور امریکایان ټپیان شوي و، سربېره پردې شاوخوا ۱۷۰ افغانان هم وژل شوي وو.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...