Home » سیمه او نړی » امریکا کې د هلن توپان؛ د مړو شمېر۹۳ کسانو ته لوړ شوی

امریکا کې د هلن توپان؛ د مړو شمېر۹۳ کسانو ته لوړ شوی

امریکايي چارواکو پرون ناوخته (یکشنبې، د تلې ۸مه) ویلي د هلن توپان له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۹۳کسانو ته لوړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، یوازې د شمالي کرولینای ایالت یکشنبې د ۳۰ کسانو د مړه کېدلو خبر ورکړی، په ورته وخت کې د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې د متحده ایالاتو په ټوله جنوب لودیځه برخه کې توپان ځپلو ته لاسرسی ولري او لازمې مرستې ورته چمتو کړي.

د فرانسې خبري اژانس د شمېرو پر بنسټ، د دغه درانه توپان له امله څه کم ۹۳کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې له دې ډلې ۳۷یې د شمالي کرولینای، ۲۵کسان د جنوبي کرولینای، ۱۷ کسان د جورجیا ایالت، دوه کسان له تینسي ایالت څخه او یو کس له ورجینیا ایالت څخه وو.

د هلن توپان د پنجشنبې په ورځ په ساعت کې د ۲۲۵کیلو متره باد له تېزۍ سره د فلوریډا ایالت سواحلو ته دننه شو او له هغه ځای څخه د جورجیا، شمالي او جنوبي کرولینای او تینسي له سېلابیز باران سره په حرکت کې و. دا سېلابونه د سړکونه د خرابوالي لامل شول او په میلیونونو کسانو باندې یې برېښنا پرې کړه.

د ویلو ده چې د دغو سیلابونو له امله سلګونه لارې او پلونه او هم ویجاړ شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...