د امریکا د وسله وال تاوتریخوالي ثبت مرکز د تازه شمېرو له مخې، تېره یوه شپه او ورځ کې په امریکا کې د وسله والو بریدونو ۵۸ پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې ۱۹ کسان وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان دي.
د یادې ادارې په وینا، دا بریدونه په راچسټر، نیویارک، شیکاګو او اوهایو ایالتونو کې شوي دي.
د دغې ادارې په راپور کې راغلي، تر اوسه په یادو پېښو کې لاس لرونکی یو وسله وال هم نیول شوی نه دی او داسې ښکاري چې ترسره شوې ټولې پېښې په امریکا کې د توکمپالنې وروستیو اعتراضونو سره تړاو لري.