Home » سیمه او نړی » امریکا: که الکسي ناوالنۍ ومري، نو ناوړه پایلې به ولري
رویداد خبري آژانس

امریکا: که الکسي ناوالنۍ ومري، نو ناوړه پایلې به ولري

امریکا خبرداری ورکړی چې که په زندان کې د پوتین سرسخت مخالف الکسي ناوالنۍ ومري نو ناوړه پایلې به ولري.

ناوالنۍ چې د ډوډۍ نه‌خوړولو اعتصاب کړی، د ډاکترانو یوې ډلې یې روغتیایي وضعیت خطرناک بللی دی.

له زندانه د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره پر کرملېن د مخ په زیاتېدونکو فشارونو په لړ کې د هغه پلویانو پراخې مظاهرې رابللې دي.

روسي چارواکو تر اوسه له دې ډډه کړې چې یوه خپلواک ډاکتر ته اجازه ورکړي چې ۴۴ کلن ناوالنۍ له نږدې معاینه کړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان پرون یکشنبه له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، د روسیې حکومت ته‌یې ویلي هر هغه څه چې له ناوالنۍ سره پېښېږي، د نړیوالې ټولنې له‌خوا به‌یې مسؤل دوی وي ځکه نوموړی د دوی په زندان کې دی.

هغه زیاته کړه دا چې دوی به څه ډول اقدام کوي اوس په ښکاره په دې اړه څه نه‌شي ویلی، خو دا یې د روسیې حکومت ته واضح کړې چې که په ښاغلي ناوالنۍ څه وشي نو ناوړه عواقب به ولري.

ناوالنۍ د جنوري له میاشتې راهیسې له کله چې له جرمني بېرته روسیې ته ستون شوی، نیول شوی او مسکو ته نږدې په یوه زندان کې ساتل کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...