د المان د معلوماتو د پایلو د ادارې شمېرې ښيي چې له اتو کلونو وروسته امریکا د چین پرځای د المان له اړینو سوداګریزو شریکانو څخه شمېرل شوی دی.
الماني رسنیو راپور ورکړی چې رسمي شمېرې ښيي چې د المان په وارداتو کې شدید بدلونونه راغلي دي.
د دې معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې امریکا د المان د اړین سوداګریز شریک په توګه د چین ځای ونیو.
د راپورونو له مخې، د المان او امریکا د مالونو تبادله د روان کال د جنوري څخه تر جون پورې شاوخوا ۱۲۷ میلیارډ یورو دي، په داسې حال کې چې له چین سره د صادراتو او وادرداتو کچه تر ۱۲۲ میلیارد یورو پورې وه.
د رسمي اعلان شو شمېرو پر بنسټ، په ټوله کې د روان کال په شپږو لومړیو میاشتو کې د المان او امریکا صادرات او واردات د ۳٫۳ سلنه پرمختګ سره شاوخوا ۸۱میلیارد یورو ته رسېدلي دي.
له بلې خوا د المان او چین سوداګري کابو درې سلنه کمه شوې او ۴۸ میلیارد یورو ته رسېدلې ده.