Home » افغانستان » امریکا: په کابل کې د سفارت بندولو طرحه نشته
رویداد خبري آژانس
په کابل کې د امریکا سفارت

امریکا: په کابل کې د سفارت بندولو طرحه نشته

په کابل کې د امریکا متحدو ایالاتونو سفارت وایي،دغه سفارت نه دی تړل شوی او پرانیستی به پاتې وي.

سفارت پرون د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه نېټه ) په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن له سپارښتنې سره سم به دغه سفارت په کابل کې قوي ډیپلوماتیک حضور لري.

تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې د امریکا سفارت ښايي د لنډ وخت لپاره وتړل شي.

خو سفارت ویلي، دوی د تړل کېدو پلان نه‌لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...