Home » سیمه او نړی » امریکا: په کابل کې د دیپلوماټیکو فعالیتونو د بیا پیلولو کوم پلان نه لرو

امریکا: په کابل کې د دیپلوماټیکو فعالیتونو د بیا پیلولو کوم پلان نه لرو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هېواد یې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د هر ډول ډیپلوماټیکو فعالیتونو د بیا پیلولو پلان نه لري.

دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وډانټ پاټل ​​د دوشنبې په ورځ د سلواغې ۱۶مه په واشنګټن کې په يوه خبري غونډه کې کړې دي.

په دې اړه ښاغلي پاټل ​​وویل چې امریکا پر اسلامي امارت باندې فشار ته دوام ورکوي چې د ښځو او نورو افغان اتباعو لپاره تبعیضي احکام او فرمانونه لغوه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند همداراز ټینګار کړی چې امریکا د طالبانو سربېره د افغانستان له ټولو ډلو او خلکو سره تعامل لري، خو “بشري حقونه او ښوونځیو ته د نجونو راستنیدل د دوی د اړیکو په سر کې دي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) په دې وروستیو کې په خپل یوه راپور کې ویلي چې سپینه ماڼۍ د سرپرست حکومت له پېژندلو پرته د قونسلګرۍ د فعالیت د بیا پیل پر احتمال په “احتیاط” غور کوي.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې دا عمل د ګڼو امنیتي، سیاسي او اقتصادي موخو د ترلاسه کولو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو په پالیسۍ کې د احتمالي بدلون څرګندونه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...