Home » سیمه او نړی » امریکا په لبنان کې د شوې چاودنې پلټنه کوي
رویداد خبري آژانس

امریکا په لبنان کې د شوې چاودنې پلټنه کوي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په بیروت کې د شوې لویې چاودنې په اړه د شفافو او باوري پلټنو غوښتنه وکړه.

د بیروت په ښار کې یوه لویه چاودنه وشوه چې شاوخوا ۶۵۰۰ وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

چارواکي وايي دا د چاودېدونکو توکو یوه زیرمه وه چې له ۲۰۱۳ راپدېخوا په بندر کې ساتل شوې وه او خوندي نه وه.

د دغې چاودنې له کبله  کې شاوخوا ۳۰۰زره خلک بې کوره شوي دي. ۳۰تنه نور لا هم تري تم دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال ډیویډ هېل وویل چې د اف بي آی اجنټان به ژر لبنان ته ورسي او معلومه به کړي چې دا چاودنه څنګه شوې ده.

ډیویډ هېل لبنان ته تللی وو د بندر له لیدو وروسته وویل چې د لبنان او هر بل مستقل هېواد خلک غواړي چې خپل سرحدونه او بندرونه وساتي.

راپورونه وایې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم د چاودنې ځای ته ورغلی و او ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید د بندیزونو لګولو په ځای له لبنان سره مرسته وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...