Home » سیمه او نړی » امریکا په عربي متحده اماراتو د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې پلوري

امریکا په عربي متحده اماراتو د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې پلوري

متحده ایالاتو جمعه (د تلې ۲۰مه) په عربي متحده اماراتو د توغندیو څو سیسټیمونو لپاره د مهماتو د پلورلو منظوریدو اعلان کړی چې ټول ۱.۲ میلیارده ډالر ارزښت لري.

د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې په اعلامیې کې ویل شوي چې په دې معامله کې به په عربي متحده اماراتو د GMLRS توغندي او ATACMS مزائیل وپلورل شي.

د معلوماتو له مخې، په دې وسلو به د یو مهم سیمه‌ییز شریک د امنیتي چارو په بهتر کولو او د متحده ایالاتو له بهرنۍ پالیسۍ سره به مرسته وکړي.

د امریکا د دې ادارې په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي، چې د دې وسلو په پلور سره به متحده عربي امارات خپل وسله‌وال پوځ عصري کړای شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په عربي متحده اماراتو کې د دې وسلو پلور منظور کړی او د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې پرون کانګرس ته استولی دی.

امریکا په داسې حال کې په اماراتو د دې وسلو پلور منظوروي چې په منځني ختیځ کې اسراییل په دوو جبهو کې په فعالې شخړې بوخت دي.
#امریکاغږ

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...