Home » سیمه او نړی » امریکا په عراق او سوریه کې ۸۵ اهداف ویشتلي
رویداد خبري اژانس

امریکا په عراق او سوریه کې ۸۵ اهداف ویشتلي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» وایي چې په سوریه او عراق کې یې د ایران پلوه قدس سپاه او ورسره تړلو ډلو ۸۵ اهداف په نښه کړي دي.
سنتکام په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا بریدونه تېره شپه د سلواغې ۱۳مه شوي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ په اعلامیه کې ویل شوي: “د متحده ایالاتو نظامي ځواکونو له ۸۵ ډیر اهداف ویشتلي، چې په دې کې لرې واټن ویشتونکي توغندي هم شامل دي.”
سنتکام زیاته کړې چې په دې بریدونو کې له ۱۲۵ څخه ډیر دقیق مهمات کارول شوي، او تاسیسات لکه د قوماندې او کنټرول مرکزونه، د معلوماتو مرکزونه، د راکټونو او توغندیو، د ډرون ګودامونه، د لوژیستیکي اکمالاتو سلسله او د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو پوځي مهمات په نښه شوي دي.
دا بریدونه وروسته تر هغې شوي چې د جنورۍ په ۲۸مه د سوریې پولې ته څېرمه د اردن په شمال ختیځ کې د بې پیلوټه برید له امله درې امریکايي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.
امریکايي چارواکو ویلي وو چې دا برید د ایران ملاتړو ملېشو کړی، خو ایران په برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي وو.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د پاکستاني پوځ په موټر ځانمرګی برید وشو

د بلوچستان په تربت کې ...