د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دا هېواد په افغانستان کې له وسلهوالو بریدونو د ملاتړ سره هېڅ لېوالتیا نه لري.
د فاکس نیوز له قوله، د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ټينګار کړی، چې متحده ایالات نه غواړي یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړو شاهد و اوسي.
دغه ویاند همداراز ویلي: “افغانستان ۴۴ کاله په جګړو کې ښکېل و او د دې هېواد وګړي هم د جګړې پایته رسېدل غواړي.”
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس، مایکل مککال اعلان کړی چې هوډ لري د «مقاومت جبهې له مشر، احمد معسود سره وګوري او له هغه څخه په افغانستان کې د روان حالت د ښه والي په موخه معلومات تر لاسه کړي.»
امریکا تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د وسلهوالو بریدونو ملاتړ نه کوي.