څه موده وړاندې د امریکا متحد ایالاتونه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته کوي، اوس تازه د امریکا چارواکو ویلي چې په افغانستان کې دوه لویې پوځي اډې ساتي.
د بهرني رسنیو د راپورونو له مله مخې دا خبره د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلې د بروکینګس تحقیقاتي انسټیټیوټ له خوا په یوه جوړه شوې غونډه کې وکړه.
مارک میلې دا ونه ویل چې دغه لويې پوځې اډې به د افغانستان په کومو ولایتونو کې پاتې کیږي، خو زیاته يې کړه چې وروسته به څه پیښږي دا به د امریکا متحده یالاتونو نوي منتخب ولسمشر جوبایډن په ادارې پورې تړلې وي.
میلي زیاته کړه متحده ایالات به د سپوژمکیو یا سټلایټونو یو شمېر اډې هم په دې هېواد کې وساتي.
په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د را روان ۲۰۲۱ م کال د جنورۍ تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د خپل سرتیرو شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته کوو، میلې وویل چې د امریکا پوځ به په افغانستان کې دوو اساسي ماموریتونو ته چې یو یې د افغان ځواکونو پر ملاتړ او بل د اسلامي دولت ډلې یا داعش او القاعده په وړاندې د ترهګرۍ ضد عملیات دي، دوام ورکړي.