Home » افغانستان » امریکا پر طالبانو هوايي برید کړی، طالبان دا عمل د تړون خلاف یادوي

امریکا پر طالبانو هوايي برید کړی، طالبان دا عمل د تړون خلاف یادوي

د راپورو له مخې په هېواد کې امریکايي سرتیري کندهار په ژیړی ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي برید کړی.

د امریکايي سرتیرو ویاند سوني لګیت ویلي چې دا برید د افغان امنتي ځواکونو د دفاع په خاطر شوی.

طالبانو دا برید په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې څخه سرغړونه یادوي، خو د امریکايي سرتیرو ویاند لګیت وايي دا هوايي برید د امریکا او طالبانو د تړون سره سم شوی.

له دې وړاندې هم امریکايي ځواکونو په وردګو کې د افغان امنیتي سرتیرو په ملاتړ پر طالبانو هوايي بریدونه کړي و.

دا په داسې حال کې ده چې د قاطع ملاتړ سرتیرو مشر سکاټ میلر طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې که تاوتریخوالی کم نه کړي، پر ضد به یې اقدام وشي.

په افغانستان کې مېشت امریکايي سرتیرو ویلي هر کله چې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو برید وکړي، ورته بریدونه به پرې وشي.

د طالبانو له لوري بریدونه په داسې حال کې کیږي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...