Home » سیمه او نړی » امریکا پر ایران د ځینو بندیزونو د لرې کولو پر سر کار کوي
رویداد خبري آژانس

امریکا پر ایران د ځینو بندیزونو د لرې کولو پر سر کار کوي

امریکا وایي پر ایران د ځینو بندیزونو د لرې کولو پر سر کار کوي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې له دې ډلې یو هم د ایران پر مذهبي مشر آیت الله خامنه یي د هغو بندیزونو لرې کول دي چې د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال پرې لګول شوي دي.

امریکایي رسنۍ وایي ددغه بندیزونو لرې کول د ایران د اټومي مسئلې پر سر د روانو خبرو د ایراني لوري شرط دی.

ایراني لوري ویلي چې دا یې د هېواد یوه لوی او پیاوړي شخصیت ته سپکاوی دی او باید یاد بندیزونه لرې کړل شي.

امریکايي رسنۍ وايي چې د امریکا حکومت په خبرو کې د پرمختګونو لپاره اوس ددې او ځینو نورو بندیزونو پر احتمالي ختمولو خبرې کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...