د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پر اسراییلو د ۸ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلو پلور په اړه خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د متحده ایالاتو دوو چارواکو پرون (شنبې، د مرغومي ۱۵مه) د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې ځینې وسلې ښايي د امریکا له ذخیرې په اسرییلو وپلورل شي او ښایي یو شمېر یې یو یا څو کاله وخت ونیسي.
د دې وسلو د پلور له منظورېدو وروسته د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې د پیل څخه تر اوسه د اسراییلو سره د متحده ایالاتو نظامي مرستې به ۱۷.۹ میلیارډ ډالرو پورې ورسیږي.
سربېره پردې چې په غزې کې د ګڼ شمېر ملکیانو د وژلو له امله د امریکا په حکومت ډېرې نیوکې شوې، خو بیا هم د امریکا حکومت له اسراییلو سره د وسلوالو مرستو په برخه کې تر ټولو نږدې هېواد دی.
امریکا داسې مهال پر اسراییلو د دې وسلو د پلور خبر ورکوي چې په غزې کې د اسراییلو هوایي بمبارۍ لا هم روانې دي چې د جمعې په ورځ هم پکې لسګونه کسان ووژل شول.